د میدان وردګو ولایت بزګرانو د انجې کرلو ته مخه کړې، وايي دا د نشه یې بوټو یو ښه بدیل دی او له مسوولینو غوښتنه کوي چې مناسب بازار ورته برابر کړي. دوی وايي، د دغه بوټي لګښت کم او ښه حاصل ورکوي. د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس وايي، په دغه ولایت کې څه کم دوه زره هکټاره طبیعي او شاوخوا څلور سوه هکتاره انجه د بزګرانو له لوري کرل شوې ده. نوموړی وايي، د انجې حاصلاتو لپاره د غوره بازار موندنې په لټه کې دي. بل لورته بزګران وايي، د میدان وردګو ولایت خاوره، هوا او اوبه د انجې کرلو لپاره مناسب دي او له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي، چې د انجې کرلو ته مخه کړي او غوره محصول ترلاسه کړي.