د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو او سولې برخه کې مرستیاله روزمري ډیکارلو، چې د افغانستان په اړه د دوحې د روانې درېیمې غونډې مشري کوي، د غونډې د لومړۍ ورځې له خبرو وروسته پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو درېیمه ناسته ګټوره پیل شوه. نوموړې وايي، له افغانانو سره د مرستې لپاره د اصولي تعامل په تمه یو. په ورته وخت کې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر ډاکټر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو د درېیمې ناستې پرانیستغونډه کې له ګډون وروسته ویلي د غونډې موخه په افغانستان کې د ثبات او امنیت ټینګول دي. نوموړي دا هم ویلي قطر ژمن دی چې د تېرو غونډو په تعقیب په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره د مستقیم تعامل په رڼا کې ګڼې ژمنې پیاوړې کړي، د افغانانو کړاو کم او د مختلفو ننګونو په حللاره موندلو او راتلونکو فرصتونو کې د پانګونې له لارې له دوی سره مرسته وشي.