د کابل ښاروالۍ له بودجې څخه د شاوخوا ۳۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت، د کابل ښار د دولسمې ناحیې په مربوطاتو کې د درېیو سړکونو او یو پُل د جوړولو چارې پیل شوې. د دغو پروژو د چارو پرانیستلو پر مهال د سرپرست حکومت اداري مرستیال وویل چې سرپرست حکومت د انکشافي پروژو په تطبیق کې د کابل ښاروالۍ بشپړ ملاتړی دی. هغه زیاته کړه چې کابل ښاروالۍ په پام کې لري د کابل د عمومي او فرعي سړکونو او پارکونو د رغولو او همدا رنګه د سرسبزۍ او نورو برخو کې خپل پلانونه تطبیق کړي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر یاسر، د یادو پروژو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې، یو سړک چې د کابل – جلال آباد لویه لاره له قلعه زمان خان سره نښلوي؛ ۲.۱ کیلومتره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې د ۹۸.۲ میلیونه افغانیو په لګښت به یې چارې د یوه کال په موده کې بشپړې او ګټې اخیستې وسپارل شي.