د هوا په ګرمېدو سره د موسمي ناروغیو زور اخیستی او په دې ناروغیو د اخته ماشومانو شمېر لوړی شوی دی. د عامې روغتیا وزارت مسوولین که څه هم په یادو ناروغیو د اخته ماشومانو د شمېر زیاتوالی تاییدوي، خو په وینا یې د نورو ناروغیو تر څنګ د موسمې ناروغیو د لا خپراوي د مخنیوي لپاره چمتووالی لري. د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، د هوا له بدلون سره سم د ملریا ناروغۍ هم زیاته شوې، چې دغه وزارت یې په ویقایوي لارو چارو د مخنیوي هڅه کوي. ورته مهال روغتیاپالان د یادو ناروغیو د مخنیوي لپاره د ماشومانو پر حفظ الصحې، د واکسینونو تطبیق، ماشوم ته د مور شیدو په ورکولو او پر وخت نږدې روغتیايي مرکزونو ته پر بېولو ټینګار کوي.