د ګردیز ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۴۹ زره ډالرو په لګښت د لاسي توکو پلورونکو لپاره ۹۰ غرفې جوړې شوې. د ګردېز ښاروال حبیب الرحمن منصور ویلي، چې دې غرفو څخه يې موخه ښاري نظم رامنځته کول، لاسي توکو پلورونکو ته خوندي او غوره فعالیت اسانتیا برابرول، کاري زمینې رامنځته کول او د ښار عمومي او فرعي سړکونو په څنډو او پلې لارو کې د خپلسرو لاسي توکو پلورونکو فعالیت مخنیوی دی. د ګردېز ښاروالۍ مسوولینو په خبره دغه غرفې هغه کسانو ته په وړیا ډول ورکول کېږي چې پخوا يې د سړک پر غاړو پلې لارو لاسي کراچیو باندې توکي خرڅول.