د مالیې سرپرست وزیر له یو شمېر ازبکستاني پانګه والو سره په کتنه کې ویلي، چې په هېواد کې فساد ختم شوی او د پانګونې لپاره اړین فرصتونه برابر شوي دي. په دې کتنه کې ازبکستاني پانګه والو د افغانستان د کانونو، صنعت، برېښنا او سېسټمونو د عصري کولو په برخو کې د پانګوني لېوالتیا ښودلې او دغو برخو کې یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. د مالیې وزیر دغو پانګه والو ته د پانګونې په برخه کې د آسانتیاوو او زمینې برابرولو ډاډ ورکړی دی.