د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د افغان پټرول شرکت له استازي سره په لیدنه کې د هېواد د کاني زیرمو په ځانګړې توګه د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې لپاره په شته فرصتونو خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې سرپرست وزیر ویلي، چې د هېواد د اقتصادي ودې او پر ځان بسیاینې په موخه د کانونو استخراج د دې وزارت له لومړیتوبونو څخه دی. نوموړي هیله څرګنده کړې، چې ملي او نړیوال پانګوال د افغانستان په کاني زېرمو د پانګونې له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي او په خبره یې مسولین دې برخه کې لازمو همکاریو او د اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دي.