د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې د خلکو په اووه میلیونه افغانۍ شخصي لګښت د یوه ښوونځي د جوړولو پاتې چارې له ۱۵ کلن ځنډ وروسته بیا پیل شوې. د غزني د پوهنې رییس د خلکو په دې اقدام خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې په تېر یوه کال کې یې د همکارو بنسټونو په مرسته ۵۰ ښوونځي ترمیم او رغولي دي. د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې هم یو ښوونځی چې د سیمې خلکو جوړ کړی و، ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.