په فراه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د فراه ولایتي مسوولینو ویلي، چې دغه پېښه پرون د دغه ولایت په دهک سیمه کې د یوه ۵۸۰ مسافر وړونکي او لوکسل موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د مسوولینو په خبره په دې پېښه کې یوې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نو ټپيان دي. د یادې پېښې ټپيان د درملنې په موخه د فراه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. د یادې پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.