د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د کرکټ اختریزې سیالۍ د همت اتلانو لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې. یادې سیالۍ چې دغزني د کرکټ امریت له لوري د اختر په لومړۍ نېټه پیل شوې وې د اندړو ولسوالۍ څخه ۲۸ لوبډلو پکې ګډون کړی وو چې پای لوبه یې د همت اتلانو او صاحب خان لوبډلو تر منځ ترسره شوه. صاحب خان لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې یې مقابلې لوبډلې ته د پنځو ویکټو په زیان سره د ۸۳ منډو هدف ورکړ، چې په مقابل کې د همت اتلانولوبډلې وکولای شول د لسم اور په پنځم توپ سره د دوو ويکټو په توپير لوبه وګټله.