د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په دوه ورځني رسمي سفر تاجکستان ته رسېدو سره د دغه هېواد له ولسمشر سره پر خپلمنځي اړیکو خبرې کړې دي. شهباز شریف له امام علي رحمان غوښتي چې په پاکستان کې په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي او هم په مختلفو برخو کې ور سره اړیکي پراخ کړي. د تاجکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، شهباز شریف به په دوشنبې کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان او نورو چارواکو سره وګوري.