د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر په مشرۍ یوه پلاوي ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر عبدالله عارف اف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي، د اورګاډي او سړک له لارې د ترانزيټي آسانتياوو برابرولو، د افغانستان د کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د ازبکستان د پانګونې د جلبولو په تړاو خبرې کړې دي. په دې کتنه کې د ازبکستان لومړي وزیر د سرخان دریا – پلخمري د برېښنا مزي غځولو او د حیراتانو – هرات – سپین بولدک د رېل پټلۍ په برخه کې د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی دی. نوموړي زیاته کړې، چې د دغو مطرح شویو موضوعاتو د تعقیب او ښه تطبیق په موخه به په نږدې راتلونکي کې کابل ته سفر وکړي.