د چين دولت رئيس شي جين پينګ د شانګهای همکارۍ سازمان د مشرانو شورا په ۲۴مې غونډې کې د ګډون په پار د قزاقستان پلازمېنې استانې ته تللی او له ياد هېواد څخه به رسمې لېدنه وکړي.
چين ميډيا ګروپ د نوموړي د سفر په بهیر کې د جولای په ۲مې نېټې په استانې کې د دواړو هېوادونو د کلتوري تبادلې فعاليت ترسره کړی دی.
د قزاقستان ولسمشر کاسيم جومارت توکايف ياد فعاليت ته د مبارکۍ پيغام لېږلی او هيله يې ښودلې، چې دغه فعاليت به په برياليتوب ترسره شي او ګډونوالو ته يې نيکې هيلې څرګندې کړې دي.
کاسيم جومارت توکايف په خپل پيغام کې ويلي، چې دغه فعاليت مهم ارزښت لري او له قزاقستان څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د رسمي ليدنې په ترڅ کې او د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې تر چوکاټ لاندې ترسره کيږي.
د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ ياد فعاليت ته په خپله وينا کې باور څرګند کړی، چې د دواړو هېوادونو له خوا جوړ شوی مستند فلم (( ګډه هيله)) او په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ به د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ اړيکې نورې هم نژدې او ژورې کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې ابادي به وهڅوي.
په دغه فعاليت کې د قزاقستان د ساینس، اقتصاد، رسنيو او اکاډميو څه باندې سلو کسانو ګډون کړی و او د اړوندو همکاريزو تړونونو د لاسليک او د دواړو هېوادونو د مستند فلم (( ګډه هيله)) د خپرېدو مراسم یې له نږدې وليدل.