د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا د ۲۴ مې غونډې په درشل کې د چين او د شانګهای همکارۍ سازمان د هېوادونو د خبري رسنيو ډيالوګ د جولای په درېيمه نېټه د چين ميډیا ګروپ په کوربهتوب د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې ترسره شو.
په دغه ډيالوګ کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو حکومي چارواکو او د لويو خبري رسنيو مسوولينو د دغه سازمان په چوکاټ کې د خپلمنځي همکارۍ په اړه خبرې کړې او هيله يې ښودلې چې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د شانګهای همکارۍ سازمان د ګډ برخليک ټولنه نوره هم يو موټی کړي.
د چين ميډيا ګروپ رئیس شن های شيونګ دغه ډيالوګ ته په وينا کې د خبري رسنيو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا په تړاو درې فقره ييز وړانديز وکړ، چې له مخې به يې رسنۍ په نوښتګرو اقداماتو د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د خلکو د دوستۍ کيسې خپرې کړي، خپل مسوولیت پر غاړه واخلي، د نړیوالو عامه افکارو عادلانه او مثبت چاپيريال جوړ کړي او خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي ، څو د چين او د شانګهای همکارۍ سازمان د هېوادونو د خبري رسنیو ترمنځ د نظر تبادلې او متقابلې زده کړې زياتې شي.