یو شمېر سوداګر د پاکستان له لوري، د تازه میوو او سبزیو پر صادراتو د تعرفې د لوړولو په غبرګون کې لاریون کړی. سوداګر وايي، پاکستان هر وخت د افغاني محصولاتو د فصل له رارسېدو سره په صادراتو کې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري له ننګونو سره مخ کوي. هاخوا د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د پاکستان لخوا د افغاني میوو او سبزیجاتو پر صادراتو د تعرفې د لوړولو ناڅاپه پرېکړه به د کابل او اسلام اباد پر سوداګرۍ منفي اغېز وکړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پاکستان ته د ۲۹۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي، چې د تېر کال پنځو میاشتو ته په پرتله یې ۳۲ سلنه کموالی موندلی دی.