د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير له افغان پانګوال عبدالنافع او مسکو کې مېشت د جنوبي کوريا اوسېدونکي ډاکټر چوی ان ژون سره په لیدنه کې ویلي چې د سرپرست حکومت په حاکمیت سره افغانستان کې پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې. دغه راز په دې لیدنه کې چوی ان ژون د افغان کادرونو د روزنې او افغانستان کې د درملو په توليدولو پانګونې ته چمتووالی ښودلی او د افغانستان-کوريا په نوم یې د يو مرکز د جوړولو غوښتنه يې کړې ده.