د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند ښار کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د دغه نندارتون په پرانیستغونډه کې د کابل او تاشکند تر منځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر ټینګښت ټينګار کړی دی. نوموړي په افغانستان کې د پانګونو په تړاو د رامنځته شویو اسانتیاو یادونه کړې او د ازبکستان له سوداګرو یې غوښتي چې، په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي. له دې سره سم، یو شمېر سوداګر او صنعتکاران د افغانستان تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل ګټور ګڼي. په دې نندارتون کې ۲۵۰ سوداګرو او صنعتکارانو خپل ډول ډول محصولات په دې موخه نندارې ته اېښي؛ څو د ازبکستان بازارونو ته لاسرسی ومومي.