د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه هېواد د افغانستان لپاره نوې استازې ټاکلې. د خبرپاڼې لهمخې امانډا مک ګریګور به د افغانستان لپاره د اسټرالیا د پخواني استازي ګلین میلز په ځای دا دنده مخته وړي. مک ګریګور پخوا د اسټرالیا د کاناډا او لبنان په سفارتونو کې د ډیپلوماتې په توګه کار کړی او د اسټرالیا د حکومت د صدراعظم او کابینې جګپوړې سلاکاره پاتې شوې ده.