د امریکا ولسمشر، جو بایډن ومنله چې د ټاکنو تر وروستي پړاوه به پاتې شي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې جوبایډن دغه څرګندونې د سنا جرګې له ډیموکراټو استازو، والیانو او د کمپاین له غړو سره په ټلیفوني خبرو کې کړې دي. د امریکا ولسمشر داسې مهال د ټاکنیزې مبارزې د دوام خبره کوي چې د دغه هېواد له پخواني ولسمشر، ډونالډ ټرمپ سره تر کمزورې مناظرې وروسته ځینو له نوموړي وغوښتل څو له ټاکنو ډډه وکړي.