د سمنګانو د ترافیکو مدیریت مسوولینو د سمنګان – بلخ پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵ تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی دی. د سمنګانو د امنیې قوماندانۍ د ترافیکو مدیر محمد نذیرسعد ویلي چې دغه پېښه پرون د سمنګان – بلخ د لویې لارې د خلم ولسوالۍ په غندی والګا سیمه کې د یوه کرولا موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۴ تنه مړه او یو بل ټپي شوی دی. د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.