په کندهار کې په عصري ټکنالوژۍ سمبال د غوړيو د تولید درې فابریکي جوړیږي. د مسوولینو په وینا په دې فابریکو کې به په نړۍوال معیار برابر باکیفیته غوړي تولیديږي. اوسمهال کندهار کې هر کال ۵۰ زره ټنه د پنبه دانې کورني غوړي د پنبې د پروسس له فابریکو ترلاسه کېږي، چې د کندهار د صنعت او معدن خونې په وینا د کیفیت له اړخه ډېر ښه نه دي. د یادې خونې مسوولین وايي، په کندهار کې دامهال د غوړو د تولید د دریو فابریکو د جوړېدو چارې روانې دي، چې غوړي پر نړۍوال معیار برابر د عصري ټیکنالوژي پر مټ تولیدوي، او کیفیت به یې سل سلنه ښه وي. په دې وروستیو کې د کندهار اوسېدونکو د پنبه دانې کورنیو غوړیو ته مخه کړې او تقاضا یې زیاته شوې ده.