د غزني د پوهنې ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د جاپان په مالي ملاتړ د څه باندې ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو چارو د پیل کېدو خبرورکړی دی. د غزني د پوهنې رییس ویلي، چې دغه ښوونځي د جاپان له لوري د یاد ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې جوړېږي چې په بشپړېدو سره یې په یادو ولسوالیو کې زرګونو زده کوونکو د زده کړو زمینه برابرېږي. نوموړي زیاته کړه، چې په دغه پروژه کې د مُلامشک عالم او نظروال لېسو او د شاحال، شهید امین الله او زیککي ښوونځيو لپاره د یو پوړیزو ودانیو جوړول شامل دي.