د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي په کابل کې د ترکیې له سفیر ي جنګ اونال سره کتلي دي. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو په اړه خبرې وشوې. ښاغلي کرزي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لاټینگښت او پیاوړتیا ټینګار کړی او د افغانستان له خلکو سره یې د ترکیې له همکاریو په ځانګړې توګه افغان ځوانانو ته د زده کړو زمینې برابرولو په برخه کې د یاد هیواد د مرستو مننه کړې ده.