فاریاب کې د یوه مرستندویه بنسټ په همکارۍ د دوو ښوونځيو د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې. د مسوولینو په خبره دغه دوه ښوونځي به د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت په معیاري ډول جوړ شي. د فاریاب د پوهنې رییس، وایي، د پوهنې پراختیا په موخه هڅه کوي دغه ولایت کې د معیاري ودانیو، ښوونکو او د زده کوونکو نورو ستونزو ته رسېدنه وکړي. د فاریاب اوسېدونکي که څه هم دغو ښوونځيو د جوړولو هرکلی کوي خو دغو ښوونځیو ته د مسلکي ښوونکو ګومارلو، د څښاک پاکو اوبو او ځينو نورو اسانیتاو د برابرولو غوښتنه کوي. دا مهال دغه ولایت کې په ۴۹۸ ښوونځيو کې شاوخوا ۳۰۵ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.