عامې روغتیا وزارت وايي، د روان زیږدیز کال له پیل راهیسې تر اوسه په ټول هېواد کې د شري یا سرخکان ۵۲۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوي او تر پنځو کلونو کم عمره ۷۵ ماشومان د یادې ناروغۍ له امله مړه شوي دي. ورته مهال له ماشومانو د ملګروملتونو د ملاتړ صندوق د دوه مخیز راپور په خپرولو سره ویلي چې د اپیدمي ناروغیو له خطر سره هم مخ دی او په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې د شري یا سرخکان ناروغۍ شمېرې ۲۰۲۳ کال ته په پرتله زیاتې شوې دي. د دغه راپور له مخې د روان زیږدیز کال له پیله د مې تر وروستیو په ټول هېواد کې د شري یا سرخکان ناروغۍ ۲۸۶۳۱ شکمنې او ۱۲۶ د مړینې پېښې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې نږدې درې زره کسان د شري یا سرخکان پر ناروغۍ اخته شوي دي.