د اقتصاد د سرپرست وزیر په مشرۍ پلاوي، د چین په کوربتوب د نړیوالې همکارۍ ټرانس همالیا فورم څلورمه غونډه کې ګډون کړی. اقتصاد وزارت وایي، چې دې غونډه کې د چاپېریال ساتني له ننګونو سره د ګډې مبارزې لپاره د مناسبو حل لارو موندلو، له طبیعت سره تعامل او د ګډون کوونکو هېوادونو ترمنځ د پراختیایي او اقتصادي همکاریو د ټینګښت په تړاو خبرې شوې. دغه وزارت زیاته کړې؛ د اقتصاد وزیر دې غونډه کې په هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو او د اقلیم بدلون له امله د اقتصاد او ټولنیز مصونیت سکټور د زیانمنېدو، د چاپیریال ساتنې له ګواښونو سره د مبارزې، د اقلیم د بحران مدیریت، د بهرنیو پانګوالو راجلبولو لپاره د هېواد د اقتصادي فرصتونو او ظرفیتونو او په سیمهییزه او نړیواله کچه د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا په تړاو وینا کړې ده.