جاپان له افغان بزګرو سره د کوکنارو پرځای د بدیل معیشت په برخه کې د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه یي توکو ضد ادارې سره ۱۰ میلیونه ډالرو مرسته کوي. په کابل کې د جاپان سفارت پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دې مرستې هدف په هلمند، کندهار او بدخشان ولایتونو کې د تر ټولو زیانمنو ټولنو لپاره د نشه يي توکو د کارولو د مخنیوي، درملنې، رغونې او په ټولنه کې د مدغم کیدو د خدماتو وړاندې کول دي. د جاپان سفارت همدارنګه ویلي چې له افغانانو سره به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.