د ایران د خراسان رضوي د صنعت او سوداګرۍ مشر د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټو کې د ۳۰۰ تولیدي فابریکو شته والي ته په اشارې سره ویلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۲۴ سلنه زیاته شوې ده. امیر رضا رجبي وايي، تېر کال یې د ۶۲۱ مېلیون ډالرو به ارزښت افغانستان ته صادرات کړي دي. د مهر د خبري اژانس د راپور له مخې، رجبي پرون ویلي، چې د سږني کال په لومړیو دوو میاشتو کې یې صادرات د تېر کال د دوو میاشتو پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د دغه ایراني چارواکي په خبره، د روان کال په دوو لومړیو میاشتو کې یې افغانستان ته د ۱۴۰ مېلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي؛ خو ښاغلي رجبي د دغو صادراتي توکو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.