د کایر سټارمر په مشرۍ کارګر ګوند د برېتانیا پارلماني ټاکنې وګټلې. د اعلان شویو رایو له مخې کارګر ګوند د پارلمان له ۶۵۰ څوکیو څخه څه باندې ۵۰۰ څوکۍ ګټلې دي. د برېتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک هم د خپل ګوند ماتې منلې او د کارګر ګوند د بریا مبارکي یې ورکړې ده.