ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې نن په ایران او بهر کې د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنې پیل شوې. د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو څوارلسم پړاو تېره جمعه د چنګاښ د میاشتې اتمه د څلورو نوماندانو په شتون کې سره ترسره شوې، چې په لومړي پړاو کې هېڅ یو نوماند هم په مطلق اکثریت رایو بریالی نشو. د نوماندانو په منځ کې مسعود پزشکیان او سعید جلیلي تر ټولو ډېرې رایې وګټلې او د ولسمشرۍ د ټاکنو دویم پړاو ته یی لاره پیدا کړه.