د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله یو تن مړ شوی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. د کشک رباط سنګي ولسوالۍ مرستيال عبدالرحيم رحماني ویلي، چې تېره شپه د دې ولسوالۍ د يک دوکان په سیمه کې يو فلانکوچ ډوله موټر چپه شوى دى. هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې يو تن مړ او ١٥ نور ټپيان شوي دي. هغه زياته کړه، چې د دې پېښې ټپيان د کشک رباط سنګي ولسوالۍ روغتيايي مرکز او د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.