د ترکیې امنیتي ځواکونو ۲۹ تنه افغان پناه غوښتونکي نیولي دي. د ترکي رسنیو د راپور له مخې، دغه افغانان د ترکیې په اغرې ښار کې په یوه ټېلر کې نیول شوي دي. د راپور له مخې، دغه کډوال تر نیول کېدو وروسته د دغه ښار د کډوالو ریاست ته د ثبتېدو لپاره لېږدول شوي دي. پولیسو د دغه ټېلر چلوونکی هم نیولی دی. د ترکي رسنیو په وینا، د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او پېژندلو لپاره په ټول هېواد کې سخت عملیات روان دي.