د بریتانیا لومړي وزیر، ریشي سوناک وروسته له هغې له خپلې دندې استعفا ورکړه، چې ګوند یې په پارلماني ټاکنو کمې رایې واخیستې. سوناک پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، خپل ټول ژوند یې دغې دندې ته وقف کړی و خو د خلکو قضاوت بل څه و او هغه د ولس قضاوت غوره بولي. نوموړي ویلي، چې د بریتانیا د لومړي وزیر دنده په ویاړ سره پرېږدي. نوموړی داسې مهال له خپلې دندې لاس په سر کېږي، چې پرون د دغه هېواد پارلماني ټاکنې پیل شوې وې، چې د کارګر ګوند په کې د ډېرو څوکیو په ګټلو سره د دغو ټاکنو ګټونکی شو.