چين د جولای په ۵مې نېټې د سهار په ۶ بجو او ۴۹ دقيقو د تای يوان سپوږمکۍ له توغوونکي مرکز څخه د سي زيډ ۶م باروړونکي راکټ په وسيله د تيان هوی ۵م نمبر دوهم ګروپ سپوږمکۍ فضا ته توغولې ده.
د مالوماتو له مخې، ياده سپوږمکۍ ټاکلي فضايي مدار ته رسېدلې او د توغولو دنده يې بريالۍ شوې ده.
چين دغه سپوږمکۍ د نقشې جوړولو د اړوندو معلوماتو د اخيستلو، د ځمکنيو سرچېنو د پلټنې او د علمي ازموينو او څېړنو په پار فضا ته توغولې ده.
( سپوږمۍ)