د ميدان وردګو ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د مڼې ګل ۲۲مه کلنۍ دوديزه مشاعره د ياد ولايت د نرخ ولسوالۍ د صد مردې په دره کې تر سره شوه. په دغه مشاعره کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال، د چارو ادارې لوی، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال، د ميدان وردګو والي، د هېواد له ګوټ ګوټ څخه سلګونه شاعرانو، ليکوالا نو او سلګونه محلي خلکو ګډون کړی وو. د ميدان وردګو د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي چې د مڼې ګل مشاعره یې د لري پرتو سيمو خلکو د خوښۍ، یوالي او باور فضا په موخه جوړه کړې ده. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال ویلي؛ په دغه شان لويو غونډو او مشاعرو کې د ولس پراخ ګډون له سرپرست حکومت سره د ولس بې کچې مینې او خواخوږۍ څرګندونه کوي.