وروسته له هغه چې په پاکستان کې د تېلو پلورونکو د حکومت د مالیو لوړولو پر وړاندې د کاري اعتصاب غوښتنه وکړه، نن په ټول پاکستان کې د تېلو د توزیع یو شمېر ټانکونه تړل شوي دي. حکومت د مالیو د لوړولو لپاره دغه نوی اقدام د دې لپاره کړی چې د مالي کسر د کمولو لپاره عواید زیات کړي. د پاکستان حکومت د عوایدو د راټولولو دغه ستونزمن هدف د دې لپاره ټاکلی چې د پیسو د نړیوال صندوق نوې مرسته ترلاسه کړي، خو هغه د خلکو له پراخې غصې سره مخامخ شوی. د پاکستان د تېلو پلورونکو اتحادیې رییس عبدالسمیع خان رویټرز ته ویلي چې له اسلام آباد او راولپنډۍ پرته د پاکستان په ټولو ښارونو کې د تېلو پلورونکو او د تېلو د توزیع ټانکونو اعتصاب کړی دی.