د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري وايي چې د تېر ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د میاشتې له ۱۵مې راهیسې د جون د میاشتې تر ۲۷ پورې له پاکستانه ۶۳۹ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي چې ۱۴۸ زره یې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ستانه شوي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په یو راپور کې ویلي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدلو لړۍ د روان کال د مارچ د میاشتې راهیسې چټکه شوې چې د مې په میاشت د اپریل د میاشتې پرتله د ستنېدونکو کډوالو شمېر کې زیاتوالی راغلی او په دغه میاشت تر ۴۰ زرو پورې کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.