په کراچۍ د افغانستان د سرپرست حکومت کونسلګرۍ خبر ورکړی چې د یوه ماشوم په ګډون ۹ تنه افغان بندیان د سېند ایالت له زندانونو خوشې شول. دغې کونسلګرۍ پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه ۹ افغانان پرون له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته له خپلو خپلوانو سره یوځای شول. ویل شوي، دغو کسانو د کډوالۍ کارډونه هم درلودل، خو بیا هم د پولیسو لهخوا نیول شوي وو، چې ګواکې د کارډونو وخت یې پوره دی.