د ترکمنستان ولسمشر د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو وغوښتل چې په افغانستان کې د انرژۍ او اړیکو پروژو پلي کولو کې ونډه واخلي. قربان قلي بیردي محمدوف وویل، د دې کار لپاره اړینه ده چې له ترکمنستانه د افغانستان له لارې تر پاکستان او هند د ګاز نللیکي ټاپي او نوري فایبر پروژې پلې شي. د روسیې د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې د ترکمنستان ولسمشر دا خبرې د قزاقستان پلازمېنې استانا کې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزه کې وکړې. نوموړي ویلي، د داسې سترو پروژو پلي کېدو سره نه یوازې اقتصادي ګټه لري، بلکې د سیمې په کچه پروژو کې د افغانستان اغېزناک یوځایېدل هم چټکوي چې د دې هېواد ټولنیزه او اقتصادي رغونه کې مرسته کوي. ټاپي پروژه د ترکمسنتان لوېدیځ کې له ګلکینش پیلېږي، د افغانستان له هرات او کندهار په تېرېدو سره د پاکستان کوټې او ملتان ته رسېږي او بیا د هند لوېدیځ کې فزیلکا ته رسېږي.