د بریټانیا نوي لومړي وزیر کېیر سټارمر په خپلې لومړۍ کاري ورځ روانډا ته د نا قانونه کډوالو د استولو کار وځنډاوه. ټېلګراف ورځپاڼې په نوي حکومت کې د خپلو سرچېنو له قوله لیکلي روانډا ته د ناقانونه کډوالو د استولو تګلاره چې د محافظه کارو لهخوا رامنځته شوې وه، اوس په عملي توګه له منځه تللې. د کارګر ګوند په خپله ټاکنیزه مبارزه کې ژمنه کړې وه، چې له بریالیتوب وروسته به دغه تګلاره له منځه یوسي. په همدې حال کې د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت بریټانیا ته د ناقانونه کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره د بدیلو لارو د خپلولو خبر ورکړی. د بریټانیا د کورنیو چارو نوي وزیر اېوټ کوپر وویل، چې د نوي حکومت لومړنی کار د بریټانیا په پولو کې د امنیت خوندي کول دي.