د کاپيسا د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو د دغه ولایت په کوهبند ولسوالۍ کې د توت دودېزې مېلې د جوړېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس کریم الله وثیق د یادې مېلې په جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې کوهبند د کاپیسا ولایت یوه له هغو ولسوالیو څخه ده، چې هر کال په کې د توت دودېزه مېله جوړېږي؛ او د یاد ولایت په کچه د شاعرانو، فرهنګیانو او لیکوالانو له لوري په شانداره مراسمو سره لمانځل کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې د یاد ولایت طبیعي ښکلاوو، ښکلې هوا او اوبو د کورنیو سېلانیانو ترڅنګ د بهرنیو سېلانیانو پام هم ځاتنه اړولی، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د اختر په شپو او ورځو کې ۳۰ زره سېلانیانو د یاد ولایت له طبیعي او تفریحي سیمو څخه لېدنه کړې ده.