د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په تېرو څلورو ورځو کې ۱۱زره او ۹۹۷ تنه افغان کډوال د نیمروز ولایت ورېښمو پل، د هرات اسلام کلا، کندهار سپین بولدک او د ننګرهار تورخم له لارو په جبري او یا هم پخپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي. د یادوزارت په وینا؛ راستانه شوي کډوال یې د ثبت وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندلي دي.