د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، چې د ۱۴۰۳ مالي کال د منظورې شوې بودجې سره سم د روان کال لومړیو شپږو میاشتو مساعدتونو د ورکړې پروسه یې پیل کړې. د دې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس مفتي فیصل وایي، تر دې دمه یې په ټول هېواد کې کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د درې میلیارده افغانیو په ارزښت نغدې مرستې ورکړې دي. نوموړي ویلي، دغه مرستې د یوې منظمې طرحې سره سم د بانکي سیسټم له لارې ورکړل شوې دي. فیصل ډاډ ورکړی، هغو کسانو ته چې تر دې دمه یې نغدي مرستې نه دې ترلاسه کړې، هغوی ته به هم په نږدې ورځو کې د خپلو بانکي حسابونو له لارې واستول شي.