د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر د نشهیي توکو د بدیل کښت د پنځه کلن پلان د نهايي کولو لپاره یوه کمېټه ټاکلې ده. دغه وزارت ویلي، په دې پلان کې د بزګرانو سره د اقتصادي همکارۍ د پياوړتيا، د نشه يي توکو د کښت کمولو او له منځه وړلو او د کروندګرو د مشروع او متنوع حاصلاتو د کرلو لپاره د بديل کښت د پروژو پلي کول شامل دي. د کرنې وزارت د څېړنيز انسټيټيوټ عمومي مسوول نصرت الله طلحه، د دغې کمېټې د مشر په توګه ټاکل شوی دی.