د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره کتلي. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ښاغلي کرزي په دې کتنه کې د افغانستان له خلکو سره د جاپان له مرستو په مننې، په هیواد کې د ښوونې او روزنې د ودې په برخه کې د جاپان د فعالیتونو ستاینه وکړه او د نجونو د زده کړو پر اهمیت یې ټینگار وکړ. کرزي افغان بزګرانو ته د بدیل معیشت په برخه کې د دغه هېواد له نویو مرستو مننه کړې ده.