په نورستان ولایت کې ۸۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري. د دغه ولایت سیمه ییز مسوولین وايي، په روان هجري لمریز کال کې د هغو ۵۲ ښوونځيو د رغولو چارې له سره پيلوي، چې کارونه یې نیمګړي پاتې دي. د دغه ولایت یوشمېر زده کوونکي له مسوولینو غواړي، چې د ښوونځيو لپاره د معیاري ودانیو له جوړلو سربېره د تدریسي توکو په برخه کې هم شته ستونزو ته هم رسېدنه وکړي. د نورستان د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې د دغه ولایت په ۲۱۴ بابه ښوونځیو کې ۴۱ زره ۱۱۸ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې ۱۷ زره ۲۱۸ نجونې او پاتې نور یې هلکان دي.