د ازبکستان ولسمشر، شوکت میرضایوف ویلي، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د شخړو له امله افغانستان د نړۍوالې ټولنې له پامه غورځېدلی دی. شوکت میرضیایوف د ترک هېوادونو سازمان په سرمشریزه کې د خبرو په دوام ویلي، ازبکستان به د افغانستان له خلکو سره د اړتیا وړ مرستې وکړي. هغه زیاته کړې، دوی باور لري، چې بهر کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدل د دغه هېواد د ټولنیز وضعیت په ښه کېدو کې مرسته کولی شي.