د هرات د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس عبدالسلام هجرت ویلي، چې د غوریان ولسوالۍ اړوند په ګنګ کلي کې د عبدالعزیز خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو معیاري او په سولري سیستم سمباله یوه شبکه جوړه شوې چې پر مټ یې د سیمې ۳۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.