د هېواد یو شمېر اوسېدونکي د سیمکارتونو په وېش کې له ستونزو اود مخابراتي شرکتونو په ځینو څانګو کې د سیمکارتونو له نشتوالي شکایت کوي. دوی وايي، که څه هم د پخوا په پرتله سیمکارتونه په قانوني ډول وېشل کېږي، خو بیا هم مخابراتي شرکتونو کې د وېش په برخه کې اسانتیاوې نه دې رامنځته کړي. په ورته وخت کې د اترا ادارې مسوولین وايي، چې پخوا به په بازارونو کې له ثبت پرته سیمکارتونه په غیر قانوني او ازاده توګه وېشل کېدل، خو د دغې ادارې له لوري د جوړې شوې کړنلارې له مخې د سیمکارت د ترلاسه کولو لپاره غوښتونکي باید ځینې قانوني تګلارې عملي کړي. د دغه دفتر د شمېر له مخې په هېواد کې څه باندې ۳۰ میلیونه د مخابراتي شبکو سیمکارتونه فعال دي، چې لس میلیونه یې د برېښنايي پېژند پاڼو له مخې ثبت او راجستر شوي دي.