د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون ناسته کې د شاوخوا ۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۱۲ پروژو قراردادونه منظور او د درېیو نورو تعدیل شول. په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د یو شمېر ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړول، د بادغیس – فاریاب لویې لارې د دویمې برخې قیر اچونه او د همدې لارې د استنادي دیوالونو جوړول، د هرات د نورالجهاد سبسټېشن د انسلیټرونو نصب او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي، چې مالي تمویل یې د سرپرست حکومت له لوري کېږي.